
د عمران خان د پلویانو لاریون؛ اسلام آباد تړل شوی
Dw is ON AIR - VIEW NOW
Please note: this is Beta feature.
Play all audios:
په داسې حال کې چې د پاکستان په پلازمینه کې د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خانچې اوسمهال په زندان کې دی، پلویان د نوموړي د آزادیدو په خاطر د لاریون له پاره چمتووالی نیسي، د پاکستان
حکومت د امنیتي اندیښنو له کبله په یو شمیر سیمو کې انترنتي خدمات ځنډولي دي. د پاکستاند کورنیو چارو وزیر، پر ایکس پاڼه باندې د یوه پیغام د خپرولو له لارې په دې هکله معلومات خپاره کړي. ایکس
شبکه اوسمهال په پاکستان کې تړلې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه پیغام کې د انترنتي خدماتو د بندولو د سیمو او همدا راز د وخت په هکله جزئیات نه دي خپاره کړي. په دغه پیغام کې راغلي: «په
پاتې ټول هیواد کې به مخابراتي او انترنتي خدمات په عادي ډول فعالیت ولري.» د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له یوه کال څخه د زیاتې مودې راهیسې په بند کې دی.
عمران خان له ۱۵۰ په ډیرو قضیو کې له تورونو سره مخامخ دی، داسې تورونه چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یې د سیاسي انګیزې لرونکي ګڼي. د اسلام آباد تړل کیدل په ورته وخت کې په پلازمینه اسلام آباد
کې د عمران خان د پلویانو د احتجاج د مخنیوي له پاره، حکومت له وړاندې نه اسلام آباد ته نښلیدونکي لارې تړلي دي او دغه ښار یې د کانتینرونو په واسطه محاصره کړی دی. د عمران خان ګڼ شمیر پلویان د
پاکستان په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالت کې میشت دي او غواړي له دغو دواړو لورو ځانونه اسلام آباد ته ورسوي. د اسلام آباد د پولیسو په حواله، هر ډول را ټولیدنې د قانون له مخې منع ګرځول شوي دي،
خو د خیبر پښتونخوا ایالتي لومړی وزیر علي امین ګنډاپور چې د عمران خان ملاتړ دی، ټاکل شوې له خیبر پښتونخوا څخه د یوه کاروان مشري وکړي او د عمران خان پر پلویانو یې غږ کړی چې د «ډي چوک» په نامه
د اسلام آباد په سیمه کې راټول شي. ډي چوک د اسلام آباد په سره سیمه کې موقعیت لري، داسې سیمه چې د پاکستان پارلمان، مهمې دولتي ادارې، سفارتونه او د بهرنیو سازمانونو دفترونه پکې موقعیت لري. د
پاکستان تحریک انصاف ګوند او د خان پلویان د عمران خان آزادیدل او همدا راز د اوسني حکومت د ګوښه کیدلو غوښتنه کوي. دوی تور پورې کوي چې اوسنی حکومت په تیرو ټولټاکنو کې د درغلیو په نتیجه کې
رامنځته شوی دی. تیره میاشت هم پاکستان په یوه ورته اقدام سره د عمران خان د پلویانو احتجاج ګډوډ کړی وو. د پاکستان حکومت هغه مهال په اسلام آباد او راولپنډۍ کې مخابراتي او انترنتي خدمات تړلي ول،
څو د خان د پلویانو ترمنځ اړیکې ټینګې نه شي. د دغه راز اقداماتو له امله، په پلازمینه اسلام آباد کې هغه مهال بانکي خدمات، تلیفوني اړیکې او د خوړو د رسونې چارې اغیزمنې شوې وې.